خېبر پښتونخوا کې د غر ښویېدنې له امله ۱۲ تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا ایالت د بر دېر په پاتراک سیمه کې پر یوه کور غر ښویېدلی، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ ۱۲ غړو ژوند بایللی.

د دې ایالت د ژغورنې ادارې ویلی، دا پېښه په سیمه کې د زیاتو بارانونو له امله شوې ده.

د دې ادارې په وینا مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی.

د  مسوولینو په وینا د ځایی خلکو په مرسته مړی را وېستل شوی او روغتون ته یې لېږدولی دی.

په مړو شویو کې نهه یې ماشومان، دوه ښځې او یو سړی شامل دی.

چارواکو همدارنګه خبرداری ورکړی چې شدید بارانونه چې تېره میاشت کې پیل شوی، د ځمکې د ښوېدو او سېلابونو خطر یې زیات کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.