د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مهم تړونونه لاسلیک شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، چې د کانونو سرپرست وزیر په مشرۍ ترکمنستان ته تللی پلاوی د ترکمن چارواکو سره د ټاپی او ټاپ پروژو د تطبیق د تورغونډۍ – او هرات د رېل کرښې د لومړی فاز د رغونې او تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نوری فایبر پروژو د چارو د چټکتیا او په دې برخه کې د شویو پرمختګونه په اړه هر اړخیز بحثونه کړی.

دې کتنو کې د ټاپی پروژې برخه کې وروستی پرمختګونه مثبت ارزول شوی او په راتلونکو څو ورځو کې د یادې پروژې د هرات برخې د پرانېستې لپاره پر چمتووالی خبرې شوې دی.

ترکمنستان ته تللی افغان پلاوی همداراز د افغانستان په خاوره کې د ټاپې پروژې د عملی چارو د پیل تړون، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزی (ټاپ) پروژې د تطبیق هوکړه لیک او د هرات – سنوبر د اوسپنې پټلۍ د عملی پلان او د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د ترمینل د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک شول.

دغه راز په ترمز ښار کې د افغانستان او سیمې په کچه یو لوی سوداګریز مرکز هم پرانیستل شو، چې د مسوولینو په وینا د دې مرکز په پرانیستل کېدو سره به د افغانستان په ګډون د روسیې، قرغستان، بلاروس، قزاقستان، اذربایجان، ترکمنستان، پاکستان او ازبکستان سوداګرو ته ډېرې اسانیاوې برابرې کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.