کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو د ولایتي روغتون مسوولینو ويلي، چې په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د خبر پر بنسټ په تېرو دریو میاشتو کې په دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ اخته د څه باندې ۱۶۰ ماشومانو درملنه شوې ده.
د روغتیایي برخې د پوهانو په باور کورنۍ اقتصادي ستونزې، له وخته وړاندې زېږون، د امیندوارۍ پر مهال د مېندو سالمې تغذیې نشتوالی او روغتیايي لارښوونې نه مراعاتول په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو بنسټیز لاملونه دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/