کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر رسنیو کندهار کې د ځایي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه ولایت کې د ملي ټلوېزیون نشرات تړل شوي دي.
د سرچینې په وینا د یادې رسنۍ کارکوونکي په خدمتي توګه د کابل ملي ټلوېزیون ته لېږدول شوي دي.
د ځایي سرچینو په وینا د یادې رسنۍ فعالیت پر انځورونو تر ممنوعیت لګولو وروسته وځنډول شو.
تر دا مهاله د دغې خبر په تړاو رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/