په غزنی کې د سکی سیالیو لومړی لړۍ پای ته ورسېده

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۲۶مه) د المپیک د ملی کمېټې د مطبوعاتو غړی مجیب قاری زاده رسنیو ته وویل، دا سیالۍ چې پرون ناوخته پای ته ورسېدې، د سکی ۱۲ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.
قاری زاده وایی، په دې سیالیو کې ځوانانو او تنکیو ځوانانو ګډون کړی و.
نوموړی زیاته کړې چې د ځوانانو په کټګورۍ کې محمد یاسر عزیزی لومړی، سیرت غزنوی دوهم او ناصر اصغری درېیم ځای نیولی دی.
د تنکیو ځوانانو په کټګوری کې منصور عزیزی اول، ساحل اصفی دوهم او ادریس عزیزی درېیم نمبر راغلی.
دا سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ، د جوړولو موخه یې د سکی لوبې وده ښودل شوې ده.
په دغه ولایت کې د لومړی ځل لپاره د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د سکی لوبې فدراسیون له پرانستو سره د ۱۲ کسیز ګروپ سیالۍ پیل شوې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.