د خبری رسنیو د رپورټ په اساس د تېرې جمعې پر ورځ (د سنبلې پر نهمه) د جرمنی له لپزیک ښار څخه په یوه ځانګړې الوتکه کې مستقم کابل ته ۲۸ تنه افغانان په داسې حال کې راوستل شول چې پښې او لاسونه یې ولچک وو.
راپورنه وایی چې دغه شمېر افغانان د جرمنی له بېلابېلو سیمو څخه راټول او په یوه الوتکه کې نېغ په نېغه کابل ته را استول شوی دی چې دلته هم د کابل هوایی ډګر ته څېرمه په یوه ځانګړی ځای کې ساتل کېږی تر څو هویت یې تثبیت او د کورنۍ غړی یا خپلوان یې تر ضمانت وروسته، هغوی له ځان سره بوزی.
د جرمنی اړونده رسنۍ وایی چې بېرته خپل ټاټوبی ته د دې کسانو ورګرځول د هغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت د پرېکړې په اساس شوی دی چې هر بېرته راګرځول شوی کس ته لس زره یورو نقدې پیسې هم ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ورته وخت کې رسنۍ د اتریش د لومړی وزیر “کارل نیهامیر” له قوله وایی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر له خورا اوږدې مودې راهیسې د جرمنی د بهرنیو چارو له وزیر سره مذاکرات روان کړی دی ترڅو افغانستان ته د ځینو افغانانو د بېرته استولو موضوع ته د حل لاره وموندل شی. د اتریش د کورنیو چارو وزیر “ګیرهارډ کارنیر” د جرمنی دا پرېکړه ډېره ښه بللې او ویلی یې دی چې په اتریش کې د امنیت وضعیت ته په کتو سره به، په ځینو قضیو کې د افغان کډوالو د ښکېلتیا له امله، د دوی د بېرته ستنولو یا ډیپورټ کولو اجازه به ورکړی
دا چې دا بېرته راګرځول شوی افغانان څومره په دغه هېوادو کې په جرمونو کې په رښتیا ښکیل وو یا نه، ځان ته بحث دی خو دا خبره واضح ده چې په کومه بڼه دوی له جرمنی څخه و ایستل شول او افغانستان ته راستانه کړای شول، دا د ټولو افغانانو د بدنامۍ سبب شوه او یو ځل بیا په نړۍ او په تېره بیا په اروپایی هېوادو کې د افغانستان او افغانانو د نوم د بدیدو او هلته د ټولو مېشتو افغانانو لپاره د سر ځوړندیدو سبب شول.
له افغانستان څخه د ډلې ډلې افغانانو وتل او آسیایی او اروپایی ملکونو ته له بېلابېلو لارو او د سل ډوله خطر قبلولو سره اروپایی او نورو بهرنیو هېوادو ته د هغوی تلل، متأسفانه له ګڼو کلونو او آن لسیزو رواج شوی دی، خو په داسې ډله ییز ډول د هغوی ډیپورت کول هغه هم چې لاسونه او پښې یې ولچک او زولانه وی، کم تر کمه په دې لنډو کلونو او لسیزو کې سابقه نه لری او یوه نوې پدیده ښکاری.
د رسنیزو رپورټونو له مخې له جرمنی څخه په دغه را ګرځول شویو افغانانو کې ځینی داسې هم شته چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۶۰ کالونو رسېږی او ځینې یې بیا له رسنیو سره په خبرو کې وایی چې لسګونه کلونه یې هلته ژوند کړی دی او اوس یې هم مېرمنې او اولادونه هلته پاتې دی چې غواړی په هره ممکنه لاره بېرته ځان هغوی ته ورسوی.
یوې خواته که وګورو په بهرنیو ملکونو کې د جرم او جنایت په پېښو کې په ډله ییزه بڼه د دغه افغانانو ښکېلتیا ته په کتو سره نه جرمنی، نه اتریش او نه د بل هېواد حکومتونه ملامت هم نه ښکاری، ځکه د هر هېواد حکومت حق لری د خپلو وګړو د سوله ییز ژوند لپاره بېلابېلې لارې چارې وسنجوی او عملی یې کړی، خو غمېزه دا ده چې بل اړخ ته د افغانانو د دې ډول راستونې سره په اړونده هېوادو کې د افغانانو او افغانستان نوم څومره بدېږی او همدارنګه افغانستان ته پدې ډول د هغوی په بېرته راستنولو سره دلته په کور د ننه افغانستان کې څومره ستونزې او ناخوالې را منځ ته کېدای شی؟
همدارنګه له جرمنی یا له بل هر لویدیځوال هېواد نه د دغه را ګرځول شویو کسانو خبروته که غوږ شو چې یو شمېر یې په هر قیمت غواړی بېرته هماغه اروپایی هېوادو ته ځان ورسوی چې هلته یې لسیزې ژوند کړی، دا هم په خپل ځای یوه ستونزه ده چې باید ورته پاملرنه وشی.
په ټوله کې ویلای شو چې که چېرې دغه افغانان رښتیا هم لکه چې ویل کېږی په هغه هېوادو کې په جرمونو کې ښکیل وی، دا هم د اندښنې وړ ده چې دلته په کور د ننه به دوی په څه ډول ژوند وکړی او آیا دلته به د هغه جرمونو په زیاتولو کې ښکیل نشی چې هلته پرې عادت وو؟ دا ټولې اندېښنې او تشویشونه پر خپل ځای، خو دا هم تریخ حقیقت دی چې دغه کسان که هر څه دی، بالآخره افغانان دی او چې پر خپل کور بسیا نه شی، په پردی کور کې به څنګه بسیا شی. “والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ