له بلخ څخه تېر کال ۹۹۰۰ ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په بلخ کې د شمال زون پنبې د پروسېس کوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولینو ویلی، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې له دغه ولایت څخه ۹۹۰۰ ټنه پنبه تر تولید او پروسېس وروسته بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.

د دوی په خبره روان کال لپاره چین، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته د پنبې د صادرولو لپار هوډ او پلان لری.

په همدې حال د بلخ کروندګر د پنبې حاصلاتو ته خوښ دی، خو له چارواکو د ملاتړ ترڅنګ د کوکنارو د بدیل معیشت په توګه د نویو تخمونو، د کرنیزو وسایلو او باکېفیته درملو غوښتنه کوی.

د خبر پر بنسټ د بلخ ولایت نساجی فابریکې مسوولین پلان لری، چې د دغې کارخونې خراب شوی ماشینونه  بیاځلې جوړ او فعاله کړی، څو په کور دننه له پنبې ټوکر، تارونه او ځینې نور اړین توکی تولید کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.