کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان هجری لمریز کال له پیله تر اوسه یې شاوخوا زرو بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشلی.
د یاد وزارت مسوولینو تازه بهرنیو وګړو ته د کار جواز د ورکړې لپاره تورخم بندر کې استازولی جوړه کړه.
له دې سره د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، په هغو برخو کې چې افغانستان ورته اړتیا لری، بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو ورکړه اغېز لری، خو افغان ځوانانو ته هم د کار زمینې پر برابرولو ټینګار کوی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، په نږدې راتلونکی کې به د هغو بهرنیو وګړو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه چې د موسسو او خصوصی سکټور له لارې افغانستان ته د کار لپاره راځی، د هېواد په بندرونو او هوایی ډګرونو کې د کار د جوازونو د وېش استازولۍ جوړې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ