تېر کال نږدې ۱۲۹ زره ټنه بې کېفیته توکی مسترد شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلی، چې تېر کال ۳میلیونه ۷۸۷زره او ۴۱۵ ټنه نفتی مواد او اوبلن ګاز وارد شوی، چې له دې ډلې یې ۱۲۸زره ۸۱۱ټنه بې کېفیته تثبیت شوی دی.

د سټنډرډ ملی ادارې ویلی، همدې موده کې ۷ میلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ساختمانی توکی هېواد ته را وارد شوی، چې له دې ډلې ۱۵۲ ټنه یې بې کېفیته تثبیت شوی دی.

د دغې ادارې مسوولینو ویلی، د کلتوری، اقتصادی، چاپېریالی، ځمکې، اقلیم او جغرافیایی موضوعاتو په اړه، ۸۰۵ سټنډرډونه او همدارنګه د ښاری پراختیا، مهندسی او د ودانیو، پلونو، لویو لارو او سړکونو د ډیزاین برخه کې ۶ کودونه تدوین کړی دی.

دغو مسوولینو د ۱۰۵ سټنډرډونو د ترتیب په اړه له سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو سره همغږی کول، په بېلابېلو برخو کې د ۹۱ سټنډرډونو وروستی کول او د ۴۹۳۲ نقلیه وسایطو لپاره د نورمونو ټاکل، په تېر کال کې د دې ادارې مهم اقدامات یاد کړل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.