کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو د هغه هېواد د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له قوله ویلی، چې د جولای میاشتې راهیسې د موسمی بارانونو له امله په دغه هېواد کې ۳۲۰ کسان مړه شوی دی.
د دغه راپور له مخې یوازې په بلوچستان کې پرون سې شنبه د سختو بارانونو له امله پنځه تنه مړه شوی، خو د دغې صوبې د مسوولینو په خبره، په شویو موسمی بارانونو کې بیا تر دې دمه د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۳۱ تنو ژوند بایللی دی.
دغې ادارې همدارنګه پرون په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د سېلابونو راوتو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.
د یادې ادارې د خبرداری له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د شړکنده بارانونو د اورېدو اټکل شوی دی.
پاکستان په زیاتېدونکې توګه د تودوخې څپې، وچکالۍ او سېلابونه له امله په پراخه کچه د اقلیمی بدلون له اغېزو سره مخامخ دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ