کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له رییس فاضل اکین اردوغان سره کتلي.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوول هېواد کې د یادې ادارې کړنې ستایلي او افغانستان کې یې ترې د لا زیاتو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه کړې.
په ورته مهال د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) رییس، فاضل اکین اردوغان هم ډاډ ورکړی، چې هېواد یې چمتؤ دی، څو په ګڼو برخو کې افغان بزګرانو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه برابر کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/