کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په پروګرام کې ویلي، چې په تېر کال کې یې له مرکز او ولایتونو څخه د ۷ میلیارده ۱۸۶ میلیونه او ۵۴۴ زره افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي دي.
د دغه بانک مسوولین وایي، دوی د سوځول شويو زړو افغانيو پر ځای د راکړې – ورکړې برخه کې د ستونزو د حل په موخه نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.
د یاد بانک مسوولينو دا هم ویلي چې اوسمهال مشتریان کولی شي چې د افغانیو له حساب څخه په اوونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ راوباسي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/