کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ریچارډ ټرینچارډ ویلی، دغه سازمان په پام کې لری چې د روان زېږیز کال تر پایه له څه باندې ۱۰ میلیونه افغانانو سره مرستې وکړی.
ټرینچارډ زیاته کړې، د دغه سازمان فعالیتونه تر ډېره کروندګرو ته د لنډمهالو او بېړنیو مرستو پر برابرولو او اوبو ته د کروندګرو د لاسرسی په برخو کې دی.
د دغې سازمان د خبر پر بنسټ دوی په افغانستان کې تېر کال له ۱۸.۶ میلیونه خلکو سره مرسته کړې چې زیاته برخه یې له کروندګرو پر ملاتړ ورټوله ده.
د سېلابونو مخنیوی لپاره په ټولیز ډول د ۶۰۰ کیلو مترو په اندازه کانالونه، ۷۰۰ چکډیمونه او د اوبو د ذخیرو لپاره تر ۱۸ میلیونه زیاتې کندې وېستل شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ