جاپان د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړنی ښوونځی جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخط په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشی کورومایا د سرپرست حکومت له سیاسی مرستیال سره لیدنه کې ویلی، جاپان د افغانستان د تاریخی میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره په لومړی قدم کې ملی موزیم ته ۳۰۰ زره ډالر مرسته ځانګړې کړې.

کورومایا د نشه‌ یی توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ستایلې او ویلی یې دی، چې دې برخه کې یې له وړاندې ۱۰ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده.

نوموړی دغه راز ویلی، چې هېواد یې پام کې لری څو د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړنی ښوونځی هم جوړ کړی.

تاکایوشی کورومایا ویلی، توکیو د افغانستان د سرپرست حکومت پرمختګونه څاری او G7 هېوادونو او سرپرست حکومت تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو هڅه کوی.

په ورته مهال دې لیدنه کې سیاسی مرستیال د کابل او توکیو اړیکې خورا مهمې او د دواړو لورو په ګټه بللی او د دوحې د درېیمې ناستې د ژمنو ژر پلې کېدو هیله یې څرګنډه کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.