کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ځانګړې لوا د پنجشېر – بدخشان سړک د پراختیا او جوړولو چارې په دغه ولایت کې پیل کړې دی.
د دې لوا د مسوولینو په خبره دغه سړک ۱۰ متره عرض لری.
د دې لوا د کنډک قومندان وایی، تر دامهاله دغه سړک د بدخشان کران و منجان ولسوالۍ پورې جوړ شوی دی، چې د پراختیا سربېره ورباندې جغل اچونه شوې او په پام کې ده، چې د بدخشان له بهارک ولسوالۍ سره وصل شی.
د بدخشان د کران ومنجان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکی او موټر چلوونکی وایی، له دې ولسوالۍ تر مرکز فېض آباد ښار پورې واټن دوه شپې او دوه ورځې دی.
دوی وایی د دغه سړک د چارو بشپړېدو سره به له کران و منجان ولسوالۍ تر کابل پورې واټن ۱۰ ساعتونو ته راکم شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ