واحدالله نژند په اوکتاګون سازمان کې خپل بوسنیایی سیال ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آزادو رزمی لوبو MMA افغان لوبغاړی واحدالله نژند په اوکتاګون سازمان کې خپل بوسنیایی سیال ته په لومړی رونډ یا پړاو کې ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې چې بېګا ناوخته د جرمنی په اوبرهاوسن ښار کې ترسره شوه، له بېلابېلو هېوادونو څخه ۲۲ ورزشکارانو ګډون کړی و، خو له افغانستان څخه یوازې نژند حاضر و.

نژند خپل سیال مکس هانداناژیک ته په لومړی رونډ کې د سبمیشن په وسیله ماتې ورکړه.

هانداناژیک د نژند د ضربې په نتیجه کې د څو ثانیو لپاره بېسده شو او بیا ریفری نژند ګټونکی اعلان کړ.

نژند په دې بریا سره د خپل سپورتی ژوند لسمه بریا ثبت کړه.

نژند په داسې مهال دغه لوبه ګټی، چې افغان حکومت تېره اوونۍ په هېواد کې دغه لوبو باندې بندیز ولګاوه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.