کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې په دې کتنه کې د دې وزارت سرپرست د ایران د درملو تولید لویو شرکتونو له مسوولینو سره افغانستان ته د باکېفیته درملو د واردولو او د بې کېفیته او تقلبی درملو د مخنیوی پر لارو چارو خبرې کړې دی.
د ایرانی شرکتونو مسوولینو هم په افغانستان کې د خپلو شرکتونو د څانګو پرانیستلو او د خامو کیمیاوی موادو پر تولید چمتووالی ښودلی دی.
همدا رنګه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د یادو شرکتونو د پروګرامونو هرکلی کړی او ویلی یې دی، چې اوسمهال افغانستان ته د باکېفیته درملو پر وارداتو هېڅ ډول محدودیت او بندیز نشته او له هغوی څخه یې غوښتی، چې راشی او په افغانستان کې دې پانګونه وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ