کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال له ګاونډیو هېوادونو غوښتی، چې د افغانستان پر صادراتی توکو؛ په ځانګړې توګه پر تازه مېوو لګول شوی سوداګریز محدودیتونه لرې کړی.
نوموړی همدا راز له یادو هېوادونو غوښتی، چې په دې برخه کې له ستونزو جوړولو او همدا راز د افغان سوداګرو له تاوانی کولو ډډه وکړی.
سیاسی مرستیال زیاته کړې، چې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه همکارۍ به سوداګریزې او اقتصادی اړیکې پراخې کړی.
بل لور د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال دې ته په پام سره چې د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د کرنې له لارې خپلې اقتصادی اړتیاوې پوره کوی وایی، دغه وزارت د کروندګرو او مالدارانو د ملاتړ په موخه پنځه کلن پلان جوړ کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ