ناروې له افغانستان سره یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره مرسته وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلی، ناروې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره مرسته کړې.

اوچا دغه خبر پر اېکس د ټویټ په کولو سره ویلی، خو دا یې نه‌ ده په ډاګه کړې، چې یادې پیسې به په کومه برخه کې ولګول شی.

د اوچا په وینا، ناروې په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره له ۱۷ نیم میلیونه ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

د ناروې ترڅنګ سویډن، کاناډا، بریټانیا، اسپانیا او سویس هم د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره مرستې کړې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.