کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د روغتیا وزارت ویلی، ایرانی ډاکټران د متخصصینو او نرسانو په ګډون ۴۰ افغان روغتیایی کارمندانو ته د ځانګړې روغتیایی پاملرنې ICU په برخه کې یوه میاشتنۍ روزنه ورکوی.
تهران ټایمز په خپاره کړی راپور کې ویلی، چې دغه روغتیایی کارکوونکی په ایران کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوی او د سرپرست حکومت د روغتیا وزارت ویلی، چې افغانستان ته د دوی له راستنېدو سره به خپلې زده کړې د افغانستان روغتیایی سیسټم ته انتقال کړی.
د یاد وزارت مسوولینو دغه راز ویلی، چې دوی په کور دننه او بهر د روغتیایی کارکوونکو روزنې ته ژمن دی.
د چارواکو په خبره د دې نوښت موخه دا ده، چې د روغتیایی پاملرنې یو پیاوړی سیستم رامنځته شی او په ټول هېواد کې ناروغانو ته په لوړ کېفیت روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ