امریکا کې پراخې اورلګېدنې لسګونه زره ودانیو ته جدی ګواښ پېښ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایی رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا په لاس انجلس ایالت کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د خبر پر بنسټ دغه ایالت د یوه ملی پارک څنډو کې دې پراخې اور لګېدنې لسګونه زره ودانیو ته جدی ګواښ پېښ کړی او سلګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړی دی.

د NBC خبری شبکې د راپور له مخې دغې اورلګېدنې ۷۰ کیلومتره مربع ځنګل سوځولی او لا هم د خپریدو او زیاتیدو په حال کې دی.

له بلې خوا اسوشېټیډ پرېس خبر ورکوی، چې شاوخوا ۳۵ زره کورونه تر ګواښ لاندې دی او تر اوسه لږ تر لږه درې اور وژونکی هم په دې عملیاتو کې ژوبل شوی دی.

د رسنیو په وینا تر اوسه د اور وژنې ډلې د دې لویې اورلګیدنې په کنټرولولو کې پاتې راغلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.