کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو ویلی، چې نامعلومو وسلوالو د خېبر پښتونخوا په لکی مروت ولسوالۍ کې د ګمبېلا د پولیسو د مرکز د پلټنو مسوول معتبر خان وژلی دی.
د لکی مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید ویلی، وسلوالو په منګترا ګنډی عمر چیکړ کلی کې پر معتبر خان ډزې وکړې، چې په نتیجه کې یې د هغه د تره زوی اسفندیار خان هم ژوبل شو.
د دې برید مسوولیت لا چا نه دی منلی.
بل خوا د خېبر پښتونخوا په کورمه کې په وسلوال برید کې د پاکستان د سرحدی ځواک یو عسکر وژل شوی او درې ژوبل شوی دی.
تر دې یوه ورځ وړاندې، نامعلومه موټر سایکل سپرو وسلوالو د صفی الله په نامه پولیس سرتېری او د هغه ورور نویدالله، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی وو، د لکی مروت په اباخېلو سیمه کې د خپل کور مخې ته ووژل.
دواړه وژل شوی کسان د لکی مروت د پولیس د مرکز مشر شفقت الله وروڼه وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ