افغان حکومت له یونسکو سازمان څخه د غور جام څلی د ژغورلو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت د ملګرو ملتونو له یونسکو څخه غوښتی، چې د غور ولایت جام څلی له نړېدو وژغوری.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال وزیر عتیق‌الله عزیزی د غور ولایت په شهرک ولسوالی کې د جام څلی د لیدو پر مهال ویلی، چې وروستیو سېلابونو دا منار سخت زیانمن کړی او که نور سېلابونه راشی، یا کومه بله طبیعی پېښه وشی، ښایی یومخ ونړیږی.

عزیزی دا هم وویل چې د جام څلی ساتنه د یونسکو مسوولیت دی او د ملګرو ملتونو له دې علمی، کلتوری او تعلیمی ادارې غواړی چې د دې څلی د نړېدو مخه ونیسی.

د غور د جام څلی په ۲۰۲۲م کال کې د یونسکو له خوا د نړۍ د فرهنګی میراثونو په فهرست کې ثبت شو.

دا څلی ۶۵ متره لوړ دی او د هند په ډیلی کې له قطب منار څخه وروسته په نړۍ کې د خښتو دوهم لوړ څلی دی.

د جام څلی د سلطان غیاث‌الدین غوری د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.