خوست کې د افغان او پاکستانی پوله ساتو ترمنځ جګړه لا هم نه ده درېدلې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

ګهیځ نیوز ته یو شمېر ځایی سرچینو ویلی، چې په دغه سیمه کې له پاکستانی ځواکونو سره جګړه لا تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې.

د سرچینو په وینا تېره شپه هم فرضی کرښې ته څېرمه د ډزو غږونه اورېدل کېدل، خو په دوامداره توګه نه وو.

د هغوی په خبره له پاکستانی ځواکونو سره د افغان پوله ساتو ځواکونو جګړه په بشپړه توګه نه ده درېدلې.

له پاکستانی لوری سره د افغان پوله ساتو دغه ستونزه دې وروستیو کې تر بل هر وخت ډېره ترینګلې شوې ده.

یاده جګړه کې تر دا مهاله د اوښتی مالی یا ځانی زیان په تړاو څه نه دی ویل شوی او نه هم رسمی سرچینو د دغې نښتې په تړاو څه ویلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.