د رسنیزو راپورونو په اساس، په اسلام آباد پورې د تړلیو ملیشو او افغان سرحدی ځواکونو تر منځ یو ځل بیا د ډیورند د استعماری کرښې په اوږدو کې د ځاځی میدان او کورمې تر منځ سیمه کې نښتې شوې چې مرګ ژوبله هم له ځان سره لری.
رسنۍ د ځایی خلکو په وینا راپور ورکوی چې د دواړو غاړو د درنو وسلو د استعمال له امله د کرښې دې غاړې ته د ځاځی میدان د پلوڅۍ او سیټوان سیمو څخه یو شمېر خلکو کډې هم کړې دی. بل خوا تر دې وړاندې د روان زېږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې هم دلته نښتې شوې وې، خو دوام یې نه درلود او وروسته درېدلې وې.
له پاکستانی ځواکونو سره د افغان پوله ساتو پوځی نښته چې له ځان سره کله درنه او کله سپکه مرګ ژوبله هم لری، نوې خبره نده او د اسلام آباد حکومت او دغه حکومت پورې د تړلیو ملیشو دا لومړی ځل ندی چې د ډیورند استعماری کرښې په اوږدو کې په پارونکو کړنو سره دې خوا ته پر افغان پوله ساتونکو ځواکونو او کرښې ته نژدې پرتو ځایی ولسونو باندې ډزې کوی، ځان وژنی او پارونکی اقدامات کوی.
تر دې پخوا هم څو ځله داسې پېښه شوې چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو ځایونو کې د اسلام آباد ملیشو یا دې خواته پر افغان پوله ساتو ډزې کړې دی یا یې په داسې پارونکو اقداماتو لاس پورې کړی چې د دواړو لوریو تر منځ د نښتې سبب شوی او آن کله ناکله یې درنه مرګ ژوبله هم له ځان سره درلودلې ده.
د تورخم او چمن پر هغه لارو چې د دواړو هېوادو تر منځ د تګ راتګ رسمی لارې ګڼل کېږی او یا په خوست کې د غلام خان په دروازه او ګڼو نورو ځایونو کې د افغان پوله ساتو ځواکونو او د اسلام آباد تر حکم لاندې پوځی ملیشو سره نښته کړې او دواړو لوریو یو بل ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د دواړو لوریو تر منځ د دې ډول نښتو د پېښېدو لاملونه هم مختلف وی، ډېر ځله داسې شوی چې د اسلام آباد تر واک لاندې ملیشو په پوله راستنیدونکو افغانانو او آن مېرمنو ته په سپک نظر کتلی چې افغان لوری ته د زغم خبره نده، ځکه سره لاس او ګرېوان شوی دی.
خو یوازې ستونزه دا هم نده او د اسلام آباد د لړزان تاج او تخت چارواکی د ډیورند استعماری کرښې په اوږدو کې داسې پارونکی اقدامات د دې لپاره هم ترسره کوی تر څو افغان لوری اړ باسی چې د دوی له ملیشو سره ونښلی او بالآخره خبره غټه شی او لویه لانجه ترې جوړه شی.
پدې ورځو کې په پلازمېنه اسلام آباد او د دغه هېواد په نورو لویو ښارونو کې د دې ملک حالاتو او د اسلام آباد پر تاج او تخت په زور او چل ول ګېډه اچونکو وضعیت ته په کتو یوې خواته او په نړیواله کچه د اسلام آباد ورځ تر بلې د خرابېدونکې اوضاع په نندارې سره بل اړخ ته، له ورایه څرګندیږی چې اسلام آباد د کړکیچ او ناورین په سیند لاهو دی او تر غاړې پورې په مالی او اداری فساد کې غرق د دې هېواد اوسنی واکمن او پوځی چارواکی نور له دغه ټولو کړکیچونو سره د مقابلې توان نه لری.
اسلام آباد پدې پوهېدلی چې هلته ورځ په ورځ مخ په پراخېدو نا امنی چې ډېره رېښه یې هم د دې ملک د واکدارانو په فساد، بې عدالتۍ، اداری بې کفایتۍ او استعماری چال چلند کې نغښتې ده، د دې ملک رېښې او موجودیت له ګواښ سره مخ کړی او پدې هم پوه دی چې که دا وضعیت په ټوله کې همداسې دوام مومی نه یوازې دا چې د پوځ تر سیوری لاندې د دې هېواد د مفسدو پانګوالو او بیروکراتانو اوسنی حکومت یې د مقابلې توان نه لری، بلکې د دې خطر هم شته چې د پوځی سلطې په زور ټینګ کړای شوی ایالتونه او سیمې سره جلا او بېل شی او پدې توګه د اسلام آباد فدرالی حکومت هم تجزیه او ټوټې شی.
اوس که چېرې دا ټول حالات او په پرله پسې ډول رامخ ته کېدونکې پېښې چې یوه برخه یې پورته ذکر شوه سره وڅېړو، د سیمې او بل خوا هم نړۍ حالات په نظر کې ونیسو او ځمکنیو واقعیتونو ته که څه هم شاید ځینې یې ترخه وی، په غور سره ځېر شو، شاید د اسلام آباد د دې ډول پرله پسې او مسلسلو پارونکو اقداماتو موخه او مطلب باندې پوه شو.
خو د دې تر څنګ دا هم باید هېر نکړو چې که د اسلام آباد چارواکو دا وضعیت همداسې دوام ومومی، د دې هېواد د چارواکو مالی ،اداری او سیاسی فساد په اوسنۍ بڼه روان وی او په ظاهره د ډېموکراسۍ تر نامه لاندې تر غوږو په فساد کې ښکېل د دې هېواد پوځ واکمن وی، ګومان نه کېږی چې د اسلام آباد د تاج او تخت اوسنی واکداران دې د خلکو له منګولو او محاکمې وژغورل شی. “والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ