کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال له لوری له کابل څخه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر ټوپ دښتې د دوهم سړک د لومړی او دوهم فاز کار پیل شو.
د خبر پر بنسټ، اقتصادی مرستیال په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلی، چې د غزنی او کابل ترمنځ د دوهم لین سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدو بنسټیز پل دی، چې په رغېدو سره به یې سوداګریز فعالیتونه اسانه، د توکو د لېږد وخت او لګښتونه کم او د دې لارې مسافرو ته اسانتیاوې برابرې شی.
نوموړی زیاته کړې، د کابل ـ کندهار لویه لاره به د مرکز او سوېل پر نښلولو سربېره له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سره سوداګریز مسیر لا غښتلی کړی.
د کابل – غزنی دوهم لین سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لری، چې په اوږدو کې یې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه جوړیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ