کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا ځاځي اريوب ولسوالۍ په سرګل کلي کې د يوې مېرمنې او د هغې د زامنو په شخصي لګښت يو مجهز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خبر پر بنسټ د دغه روغتون پر ودانۍ یو میلیون امریکایي ډالره لګښت راغلی، چې په اړینو وسایلو سمبال او خدمات يې تر ډېره د مور او ماشوم برخه کې دي.
یادې مېرمنې ویلي، چې تر شپږو کالو پورې به دغه روغتون په شخصي لګښت تجهيز کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/