کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت په زاری، شولګرې او نهر شاهی ولسوالیو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ او د یونسیار په مالی ملاتړ د کډوالو کورنیو لپاره د ۴۴ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۲۵ کورونه د څلورو میاشتو په موده کې جوړیږی، چې هر کور باندې ۴ زره امریکایی ډالره لګښت راځی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی برخې معین ویلی، چې هڅه کوی چې خپلو کډوالو لپاره اساسی او بنیادی کارونه پر لاره واچوی، څو دوی وکولای شی د خپل ژوند چارې په عادی توګه مخته یوسی.
بل لور بیا د دې سیمې کډوالو پر دغه اقدام خوښی څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې، چې هر څه ژر دې دغه چارې ترسره شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ