کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د بودیجې د کمښت له امله نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې له ۱۱ میلیونه ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.
یادې ادارې اندېښنه څرګنده کړې، چې دا ۱۱ میلیونه افغانان د می له میاشتې نیولې تر اکتوبر پورې د دوی له مرستو محروم شوي دي.
دغې ادارې زیاته کړې، چې په افغانستان کې اړمنو سره د مرستو په خاطر د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
بل لور د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا بیا ویلي، چې روان زېږدیز کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/