کاپیسا کې یو تن د نږدې دوه میلیونه افغانیو په شخصی لګښت ښوونځی ته ودانۍ جوړه کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کاپیسا د پوهنې ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یو کس په شخصی لګښت یوه منځنی ښوونځی ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې ریاست مسوولینو ویلی، د دغه ښوونځی په جوړولو یو میلیون ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

د کاپیسا د پوهنې رییس زیاته کړې، دغه ښوونځی په پاخه او اساسی ډول رغول شوی، چې پنځه درسی خونې، یوه اداری خونه او نورې اړینې اسانتیاوې لری.

د ده په خبره، د خالد بن ولید په نوم یاد ښوونځی په یوه وخت کې د ۲۵۰ زده کوونکو ظرفیت لری، چې د هارون نظری په نوم د یوه افغان له خوا چې په بهر کې اوسیږی، د جوړولو چارې یې ترسره شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.