کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران اېرنا خبری آژانس د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان پر پوله یې درې پوله ساتی وژل شوی دی.
د خبر پر بنسټ، د سیستان او بلوچستان ولایت څارنوال مهدی شمس ابادی ویلی، پرون مازیګر دغه سرتیری په داسی حال کې ووژل شول، چې د وسلوالو د سپرلۍ موټر د تېلو په یوه ټانک کې تر درېدو وروسته پر دوی برید وکړ.
دغه برید چې د ایران او پاکستان پولې ته څېرمه په میرجاوه کې شوی، مسوولیت یې جېش العدل ډلې پر غاړه اخیستی.
جېش العدل ډلې په ځلونو پر ایرانی ځواکونو د بریدونو مسوولیت پر خپله غاړه اخیستی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ