کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د ۶۸۴ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه – ورکړه شوې، چې له افغانستان څخه د صادراتو ونډه یې ۶۰ میلیونه ډالرو ته رسیږی.
د دوی په وینا افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډېری صادراتی توکی یې کرنیز محصولات دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په اند که اسانتیاوې برابرې شی او صادراتی توکو ته بدیل بازارونه جوړ شی، د صادراتو کچه به هم لوړه شی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره سوداګریزه راکړه – ورکړه لری، چې له دې ډلې دوه میلیارده ډالره یې صادرات او ۸ میلیارده ډالره یې واردات دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ