کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په میدان وردګو کې سږ کال د مڼو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوی دی.
د یاد ولایت بڼوال وایی، سږ کال یې د مڼو باغونو حاصلات د پام وړ ښه شوی، خو د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار او د سړو خونو له نشتون سره مخ دی.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایی، چې د دغه ولایت مېوې بې سارې دی، چې روان کال یې د مېوو له جملې زردالو او ګیلاس هم بهر ته صادر شول.
دوی وایی، د مېوو د ساتلو لپاره د سړو خونو د زیاتولو او غوره بازار په هڅه کې دی.
میدان ورګ د افغانستان له مرکزی ولایتونو په ډلې کې دی، چې د مڼو د تولید په برخې کې یې حاصلات ښه کېفیت لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ