کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټسال ملی لوبډله چې په دې وروستیو کې یې ښې لوبې وکړې او د ګڼو خلکو پام یې ځانته واړولو، نن په لومړی ځل نړیوال جام کې د انګولا پر وړاندې لوبه کوی.
دا لوبه د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند په هومو صالون کې د کابل په وخت د مازیګر په ۵ بجو پیلیږی.
د افغانستان د فوټسال ملی لوبغاړو د نړیوال جام د ښه چمتووالی په هدف د ایران په مشهد ښار کې څو ورځې تمرینونه کړی او همدارنګه یې په دې وروستیو کې د انترکانتیننټال یا لویو وچو جام سیالیو کې څو ټیمونه مات او درېیم مقام یې په خپل نوم کړ.
افغانستان به د فوټسال نړیوال جام په سی ډله کې له انګولا وروسته دوه نورې لوبې له ارجنټاین او اوکراین سره ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ