نن د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د تېزو اورښتونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د تېزو بارانونو، تالندې برېښنا، بادونو او سېلونو د پېښېدو خبرداری ورکړی.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د سالنګونو په ګډون به بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې باران ووری، چې اندازه به یې له ۱۵ تر ۲۵ ملی مترو پورې وی.

د خبرپانې پر بنسټ د سالنګونو ترڅنګ په ځینو لوېدیځو، جنوبی او مرکزی ولایتونو کې د توندو بادونو د لګېدو خبرداری هم ورکړل شوی، چې سرعت به یې په ساعت کې تر ۷۰ کیلومترو پورې وی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.