کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ یو وار بیا زرګونه اسراییلیان په څو لویو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي وو.
د خبر پر بنسټ دغه لاریونوال غواړي، چې پر خپل حکومت فشار زیات کړي، څو په غزې کې روان تاوتریخوالی بند او د یرغمل شویو اسراییلیانو د خلاصون لپاره زمینه برابره کړي.
د شمېرو له مخې نږدې سل تنه اسراییلي یرغمل د حمـ ـاس سره پاتې دي.
په اسرايیل کې هره اوونۍ پر حکومت د فشار راوستلو په موخه دغه لاریونونه کیږي او برخهوال یې له حمـ ـاس سره د داسې موافقې غوښتونکي دي، چې په مرسته یې د دوی پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/