کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان شاهی کانال د لومړی فاز اولنی لاټ جوړولو چارې د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې پرانېستل شوې.
د خبر پر بنسټ، دغه کانال چې ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لری، د دوو فازونو په درلودو کولی شی شاوخوا ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړی.
د دغه کانال پرانیست غونډه کې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ویلی، هېواد کې د اوبو مدیریت ته ژمن دی او دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوی.
نوموړی زیاته کړې چې شاهی کانال به د وخت په تېردو سره په بشپړه توګه ترتیب شی، چې په جوړېدو سره به شاوخوا ۲۵ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړی.
د یاد کانال د لومړی فاز لومړی لاټ ۶.۶ کیلومټره اوږدوالی لری، چې په څلور برخو کې به بشپړ شی او ۵ زره هکټاره ځمکه به خړوبه کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ