کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې خبری شبکې د اسراییلی پوځی چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د یمن حوثی ځواکونو یو توغندی د ۲زره کیلومټره په واټن وهلو سره د اسراییلو اوسپنې پټلۍ لار په نښه کړې ده.
د خبر پر بنسټ دغه توغندی د پلازمېنی تل ابیب (اشغالی فلسطین) په ختیځ کې د بن ګوریون هوایی ډګر ته څېرمه لګېدلی، چې د پراخې اورلګېدنې لامل شوی دی.
د اسراییلی چارواکو د معلوماتو له مخې دې توغندی ۲زره کیلومټره واټن وهلی، چې له ختیځ سرحد څخه د اسراییلو هوایی حریم ته دننه شوی دی.
هغه ویډیوګانې چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو لاس په لاس کیږی، ښیی چې په دغه توغندیز برید کې د اسراییلو رېل پټلۍ ته درانه زیانونه اوښتی دی.
اسراییلی لوری بیا د دې توغندی د مالی او ځانی زیان کره شمېر رسنیو ته نه دی په ډاګه کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ