کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبرې آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا جمهوري غوښتونکی نوماند ډونالډ ټرمپ په فلوریډا ایالت کې د ګلف لوبې پر مهال له یوه وسلوال بریده روغ وتلی دی.
د رویټرز آژانس د راپور پر بنسټ ټرمپ باندې دغه برید د یوه وسلوال له لوري شوی، چې وروسته د برید له ځایه تښتېدلی، خو بل لور د امریکا پولیسو ویلي، بریدګر د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
پر ډونالډ ټرمپ څه موده وړاندې هم د یوې کمپانې غونډې پرمهال وسلوال برید وشو، چې نوموړی په غوږ ولګېد او ټپي شو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/