کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویې لارې د اساسی ترمیم او بیارغونې کار په چټکۍ سره جریان لری.
د یاد وزارت ویاند ویلی، دا مهال د دغې لویې لارې اړوند د شمالی سالنګ د ۲۱مې ګالرۍ او له ۱۶مې ګالرۍ څخه تر تونل پورې د سی ټی بی طبقی کارونه بشپړ شوی او د سیخ ګول تړلو کارونه یې دوام لری، چې په نږدې راتلونکې کې به کانکریټ اچولو ته چمتو شی.
د دوی په وینا، د جنوبی سالنګ اړوند د ۱۳، ۱۴ او ۱۵مې ګالرۍ او د سړک غاړی ویالو د کېندنې کارونه بشپړ او د سی ټی بی طبقې لپاره بشپړ چمتو شوی دی.
د سالنګونو لویې لارې د اساسی بیارغونې او ترمیم کارونه په دریو برخو کې له دریو خصوصی شرکتونو سره د تړون له مخې دوام لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ