کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د یوه پلاوي او د بامیانو والي په شتون کې د ۴۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت په اساسي بڼه د بامیان ولایت د هوایي ډګر د بیارغولو چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، د بامیانو سرپرست والي د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د هوایي ډګر تخریب شوې برخې بیا ورغول شي.
د اټکل له مخې د یاد هوایي ډګر د بیارغولو چارې به تر راتلونکو اتو میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/