د حـ ـماس جـ ـهادی غـ ـورځنګ سـ ـیاسی دفتر مشر وایی، طـ ـوفان الاقصـ ـی عملیات په پوره بریالیتوب مخته روان دی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د حـ ـماس جـ ـهادی غـ ـورځنګ د سـ ـیاسی دفتر مشر یـ ـحیی السـ ـنوار د یـ من حـ ـوثی ځواکونو مشر عـ ـبدالمالک الـ ـحوثی او حـ ـزب الله لـ ـبنان ته په لېږلی لیک کې ویلی، د طـ ـوفان الاقصـ ـی عـ ـملیات د صـهیونیستی اشغالګر رژیم د روانو تبلیغاتو خلاف د هغوی ځپلو لپاره په فلسطین او سیمه کې په بریالیتوب سره مخته روان دی.

د السـ ـنورا دغه پیغام د حـ ـزب الله رسنیز دفتر لخوا خپور شوی دی.

دوی ویلی، چې دا د اسـ ـماعیل هنـ ـیه تر شـ ـهادت وروسته د یـ ـحیی السـ ـنوار له لوری د لبنـ ـان حـ ـزب الله مشر حـ ـسن نـ صرالله، د الجزایر د ولسمشر عـ بدالمجید تبون او د یـ من حـ ـوثی ځواکونو مشر عـ بدالمالک حـ ـوثی ته استول شوی دی.

الـ ـسنوار دغه لیک وروسته له هغې استولی، چې حـ ـوثی ځواکونو د غزې د مـ ـقاومت او ملاتړ په موخه د مرستندویه عملیاتو پنځم پړاو اعلان کړ.

دې لیک کې عـ بدالمالک ته ویل شوی، چې د صهیونیستی رژیم منځته ستاسو د راکټونو د رسېدلو مبارکی وایم، هغه راکټونه چې د اسراییلو  دفاعی ځواک او اعتراضی سیسټمونه یې وننګول.

سـ نوار دغه لیک کې ټینګار کړی، چې دا عملیات به د طـ ـوفان الاقـ ـصی معرکې ځلا لا نوره روښانه او د تـ ل ابیب په زړه کې به یې اغېزه بېرته رابرسېره شی.

سـ نوار ویلی، دې عملیاتو اسراییلو ته قوی پیغام ولېږه، چې د مهارولو او خنثی کولو پلانونه ناکام دی او د ملاتړو جـ هادی جـ بهو اغېز د جګړې په ډګر کې قوی او اغېزمن لوری ته روان دی.

نوموړی زیاته کړې، چې له یـ من، لبـ نان او عـ راق سره یې ګډې هڅې پیل کړی، چې دا به د دښمن د ماتې او د اشغالی فلسطین څخه د اسراییلو اشغالګرو د وتلو لامل شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.