کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکایی پوځی چارواکو ویلی، چې افریقایی هېواد نایجیر څخه یې د پوځیانو د وېستلو لړۍ بشپړه شوې او یوازې محدود پوځیان دغه هېواد کې د واشنګټن د سفارت د ساتنې لپاره پاتې دی.
امریکا له دغه هېواد څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لړۍ هغه مهال پیل کړه، چې د نایجیر واک د یوې کودتا له لارې پوځیانو په لاس کې واخیست او مېشتو بهرنیو ځواکونو څخه یې د دغه هېواد پرېښودو غوښتنه وکړه.
د رسنیو د راپورونو په حواله نایجیر اوس مهال د لویدیځ پر ځای روسیې سره د ملګرتیا رامنځته کولو هڅې کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ