فوټسال نړیوال جام لوبو کې نن افغان لوبډله له ارجنټاین سره لوبیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن شپه اووه نیمې بجې د افغانستان فوټسال ملی لوبډله د ارجنټاین لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږی.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته ۶ د ۴ پر وړاندې ماتې ورکړې وه او سیاله ارجنټاین لوبډله هم د اوکراین په وړاندې ۷ – ۱ بریا لری.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار موندلې او خپله لومړی لوبه یې ګټلې ده.

تر دې وروسته به افغانستان او اوکراین، دغه راز ارجنټاین او انګولا د روانې وږی میاشتې په ۳۱مه نېټه د سیالۍ ډګر ته کېوځی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.