ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۴مه) د ټول¬ګټو چارو وزارت وایی، د سالنګ پر لویه لار د پېښو پر وړاندې د چټک اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ شوی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق¬ شناس په دې ویلی:”د ژغورنې دغه محلات یا د اضطرار اتاقونه په ژمنیو تجهیزاتو مجهز دی. ګران هېوادوال کولای شی د لویې لارې د تړل کېدو، طوفان او واورې ښویېدو په صورت کې، زموږ دغسې یوه مرکز ته ځان ورسوی.”
هرکال د ژمی پر مهال پر سالنګ درنه واوره اوری چې زیات وخت د دې لار د تړل کېدو سبب کېږی.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې پرون وویل چې دغه لار د ۳۰ ساعتونو له تړل کېدو وروسته د سورلیو د موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
گهیځ