د حـ ـزب الله ډلې مشر تېره شپه د ارتباطی پېجرونو په چاودنه کې ټپی شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې رسنۍ راپور ورکړی، چې لبنان کې تېره شپه د مخابراتی پېجرونو چاودنو کې ۲۰ تنه وژل شوی او ۴۵۰ نور ټپیان دی.
د خبر پر بنسټ دغو ارتباطی پېجرونو دا ځل پلورنځیو او موټرونو کې درنې چاودنې رامنځته کړې دی.
د لـ بنان د رسنیو د راپور له مخې په وژل شویو کې د حـ.زب الله ډلې مشر حسـ.ن نـ.صرالله ۱۲ ساتونکی هم شامل دی.
د تېرې شپې تر چاودنو وروسته لبنان کې اضطراری حالت اعلان کړی او دا مهال ارتباطی سیسټم فلج دی.
د الجزیرې د راپور له مخې د وړمې ورځې چاودنو کې هم ۱۱ تنه وژل شوی او شاوخوا ۴زره نور ټپیان شوی، چې په ټپیانو کې د ایران سفیر مجتبی امانی هم دی، چې خپله سترګه یې له لاسه ورکړې او د ژور ټپ له امله تهران ته وړل شوی دی.
د دغه چاودنو مسوولیت په غیر مستقیم ډول اسراییلو پر غاړه اخیستی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.