کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تېر جمهوریت پرمهال د بلخ والی عطامحمد نور له لوری خالد بن ولید ښارګوټی کې پلورل شوې ځمکې دولتی تثبیت شوې.
د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې مزار شریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټی ۲زره او ۷۶۰ جریبه ځمکې اسناد او مدارک تر څېړنو وروسته دولتی تثبیت شول.
دغه وزارت ویلی، د تصرف کوونکو تر اعتراض وروسته دغه موضوع شمال زون کې د ځمکو غصب ځانګړې محکمې ته وسپارل شوه، چې د یاد ښارګوټی له ټولې ځمکې یوازې ۱۰ جریبه یې شخصی تثبیت شوې ده.
د عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د دولتی ځمکو بېرته راګرځول د افغان حکومت له اساسی موخو دی، چې د دې پروسې د لا ښه والی لپاره د هېواد په څلور زونونو کې ځانګړې محکمې هم جوړې شوې دی.
د ده ښارګوټی ځمکې د عطا محمد نور لخوا پر خلکو پلورل شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ