افغان کرکټ ملی لوبډلې له سویلی افریقا څخه روانه لوبلړۍ په خپل نوم کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې تېره شپه د متحدو عربی اماراتو په شارجه کې د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو په دوهمه سیالۍ کې هم سویلی افریقا ته د ۱۷۷ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه.

د دغې لوبې په ګټلو سره افغانستان د روانې لوبلړۍ ګټه هم په خپل نوم کړه.

دغې لوبه کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو لومړۍ توپوهنه وکړه او د رحمان‌الله ګوربز د سلیزې، د رحمت شاه د پنځوسیزې او عظمت‌الله عمرزی د ۸۶ چټکو او ناسوځېدلو منډو پر مټ یې سویلی افریقا ته د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه.

د سویلی افریقا د پیل توپ وهونکو هم ښه لوبه وکړه او د پیل ملګرتیا یې تر ۷۳ منډو وغځوله، خو عظمت عمرزی د څوارلسم اوور پر وروستی بال لوبډلمشر ‘تېمبا باوېوما’ وسوځاوه.‌

تر هغه وروسته د سویلی افریقا نور لوبغاړی ژر یو بل پسې وسوځېدل او د پنځه دېرشم اوور تر دوهم توپه یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۳۴ منډې وکړای شوې.

د افغانستان له لوری توپ اچونه کې راشد خان ۵ او ننیګالی خروټی ۴ لوبغاړی وسوځول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.