کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په جنوبی وزیرستان کې د امنیتی ځواکونو پر مرکز وسلوال برید شوی، چې له امله یې شپږ تنه پاکستانی پوځیان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د ځایی چارواکو په وینا، د ټپیانو له ډلې د څلورو تنو روغتیایی حالت نازک دی.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه برید د شپې په نهه بجو په لډها سیمه کې پر یوې امنیتی پوستې د وسلوالو لخوا شوی دی.
د دوی په وینا تر دغه برید وروسته د پولیسو لخوا په سیمه کې چاڼیز عملیات هم پیل شوی دی.
د پاکستانی طـ ـالـ ـبانو تـ ـحریک د دغه برید مسوولیت منلی او په کې د ګڼو پوځیانو د وژلو ادعا یې کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ