کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان امانی صندوق مسوولین وایی، په دغه صندوق کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوې برخې اوسمهال ۳۳۷ میلیونه ډالره ګټلی دی.
دا صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې جوړ شوی و، چې اوسمهال یې ۳۳۷ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.
د یاد صندوق مسوولینو ویلی، چې دا ګټه به د افغانستان په اقتصاد او د افغانیو په ارزښت ساتنه کې وکارول شی.
بل لور د اقتصاد وزارت بیا د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل د افغانستان د خلکو په زیان ګڼی او له نړیوالې ټولنې غواړی، چې دا شتمنی آزاده کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ